له ایران سره د ملګرتیا کچه ډیره لوړه ده
د پاکستان د پوځ ویاند وویل: اسلام آباد له ایران سره د ګډو پولو د امنیت د پياوړتیا لپاره په ټولو سطحو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره ډیره ښه ملګرتیا لري.
د ایرنا په لیکنه جنرال آصف غفور پرون په راولپنډۍ کښې د پاکستان د پوځ په هیډ کوارټر کښې له کورنیو او بهرنیو خبریالانو سره په خبري غونډه کښې زیاته کړه: پاکستان او ایران د یو بل په ملګرتیا او مرستې سره د ګډو سرحدونو امنیت تامینوي.
د پاکستان د پوځ ویاند وویل: د پاکستان او ایران د سرحدي مسائلو موضوع، له افغانستان سره زمونږ له سرحدي مسائلو سره هیڅ ورته والی نه لري او پاکستان، له ایران سره له خپلو پولو ډاډمن دی.
هغه د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کښې د وروستۍ ترهګرې حملې په غندلو سره وویل: داسې دریم ګړي لوري شته چې د پاکستان او ایران په ګټه عمل نه کوي.
آصف غفور ایران د پاکستان ملګری او ښه ګاونډی هیواد وباله او زیاته یې کړه: په پوځي برخه کښې د پاکستان او ایران د اړیکو راتلونکی ډیر ښه او روښانه دی.