پاکستان له ايران سره په ګډو پولو کښې ديوال وهي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80560-پاکستان_له_ايران_سره_په_ګډو_پولو_کښې_ديوال_وهي
د پاکستان د وزيراعظم په حکم به له ايران سره د دغه هېواد په ګډو پولو کښې دېوال ووهلے شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2019 03:50 Asia/Kabul
  • پاکستان له ايران سره په ګډو پولو کښې ديوال وهي

د پاکستان د وزيراعظم په حکم به له ايران سره د دغه هېواد په ګډو پولو کښې دېوال ووهلے شي.

د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان وزيراعظم عمران خان  د پوله ايزو تاوتريخوالو د کمولو په خاطر د پاکستان د بلوچستان او د ايران د سيستان او بلوچستان دواړو صبو ترمېنځ د ديوال وهلو پروګرام وړاندې کړےدے.

څو ورځې مخکې د پاکستان د فوځ وياندجنرل آصف غفور د زاهدان د ترهه ګريزې حملې په اړه د ايران او پاکستان د وسله والو ځواکونو ترمېنځ د تماسونو په اړه وويل، دواړه هېوادونه په ګډو پولو کښې ديوال وهل غواړي.