فضل الرحمان دپاکستان حکومت ته خبردارې ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80563-فضل_الرحمان_دپاکستان_حکومت_ته_خبردارې_ورکړ
هغه د پاکستان د لومړی وزیر په کړچار په نیوکې سره وویل له بده مرغه اوسنی چارواکی د امریکا په شخمول د دښمنانو د خوشحالولو لپاره له هرې حربې کار اخلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2019 09:36 Asia/Kabul
  • فضل الرحمان دپاکستان حکومت ته خبردارې ورکړ

هغه د پاکستان د لومړی وزیر په کړچار په نیوکې سره وویل له بده مرغه اوسنی چارواکی د امریکا په شخمول د دښمنانو د خوشحالولو لپاره له هرې حربې کار اخلی .

له اسلام اباده زمونږ خبریال راپور راکوی د جمیعت علمای اسلام د فضل الرحمان څانګی مشر مولانا فضل الرحمان خبردارې ورکړ که  حکومت صیهونیسټ رژیم په رسمیت وپیژنی نو په  درست هیواد کې حکومتی او صیهونیسټی ضدمظاهرې وشی . هغه د پاکستان د لومړی وزیر په کړچار په نیوکې سره وویل له بده مرغه اوسنی چارواکی د امریکا په شخمول د دښمنانو د خوشحالولو لپاره له هرې حربې کار اخلی .

له بلي خوا د پاکستان عالمانو له اسرائیلو سره د اړیکو په هکله د مشرف په څرګندونو نیوکه وکړه

د پاکستان شیعه او سني عالمانو او ځینو ګوندونو له اسرائیلو سره د اړیکو د سمولو او په سیمه کښې د دغه رژیم د نفوذ لپاره د اسلام آباد د هلوځلو په هکله خبرداری ورکړ.

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین د عمومي منشي علامه راجا ناصر عباس جعفري، د جماعت اسلامي د یو مشر محمد حسین محنتي او د جعفریه ائتلاف د مشر غلام عباس کمیلي په شمول د دغه هیواد ډیرو شیعه او سني عالمانو او ګوندونو په پخواني ولسمشر پرویز مشرف باندې په سختې نیوکې سره وویل: اسلام آباد به هیڅ کله پرې نږدو چې غاصب صهیونیسټي رژيم په رسمیت وپیژنو.

هغوي له عمران خانه وغوښتل چې د قدس د نیواکګر رژیم په هکله خپل سیاست اعلان کړي ځکه چې دغه رژیم په نیواکي ټاټوبي کښې ډیر جنایتونه کړي دي.

د ویلو ده چې متقاعد جنرال پرویز مشرف پرون په دبئ کښې خبریالانو ته ویلي وو چې عمران خان ته یې له اسرائيلو سره د اړیکو د پيلولو وړاندیز کړی دی.

له دې مخکښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم له صهیونیسټي رژيم سره د اسلام آباد د اړیکو د سمولو په لړ کښې د خپل حکومت د پریکړې خبر ورکړی وو.