د نواز شریف په ضمانت د خوشې کېدو غوښتنه رد شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80568-د_نواز_شریف_په_ضمانت_د_خوشې_کېدو_غوښتنه_رد_شوه
دا خبره د مسلم لیګ نواز ګوند یوه مشر خواجه اصف کړې او ویلي یې دي چې د محکمې د دغې پرېکړې په وړاندې به بیا د استېناف غوښتنه وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2019 11:38 Asia/Kabul
  • د نواز شریف په ضمانت د خوشې کېدو غوښتنه رد شوه

دا خبره د مسلم لیګ نواز ګوند یوه مشر خواجه اصف کړې او ویلي یې دي چې د محکمې د دغې پرېکړې په وړاندې به بیا د استېناف غوښتنه وکړي.

د پاکستان یوې محکمې له زندانه د دې هېواد د پخواني صدراعظم نواز شریف په ضمانت د خوشې کېدو غوښتنه رد کړه.

دا خبره د مسلم لیګ نواز ګوند یوه مشر خواجه اصف کړې او ویلي یې دي چې د محکمې د دغې پرېکړې په وړاندې به بیا د استېناف غوښتنه وکړي.

نواز شریف چې د مالي فساد په تور په اوو کلونو بند محکوم شوی، روغتیایي وضعیت‌یې له زندانه د خوشې کېدو اصلي دلیل ښودل شوی و.

له دې مخکې هم په یوه روغتون کې د هغه درملنه شوې وه.

د پاکستان پخواني صدراعظم شاهد خاقان عباسي د محکمې دغه پرېکړه خواشینوونکې بللې ده.