پاکستان دهندوستان نیول شوی پایلوټ سرحد ته بیولی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80646-پاکستان_دهندوستان_نیول_شوی_پایلوټ_سرحد_ته_بیولی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د بهرنیو چارو دوزارت یوه ویاند وویل اسلام اباد نن د هندوستان نیول شوی پایلوټ ابهی نندن ورتمان (Abhinandan Varthaman) لاهور ته نږدې واګه سرحد ته بیولی دی چې د هند د سفارت چارواکو ته یې وروسپاري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2019 09:06 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر هم د وليعهد محمد بن سلمان یو (۱)مهم پیغام اسلام ته رسوي .
    د سعودي عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر هم د وليعهد محمد بن سلمان یو (۱)مهم پیغام اسلام ته رسوي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د بهرنیو چارو دوزارت یوه ویاند وویل اسلام اباد نن د هندوستان نیول شوی پایلوټ ابهی نندن ورتمان (Abhinandan Varthaman) لاهور ته نږدې واګه سرحد ته بیولی دی چې د هند د سفارت چارواکو ته یې وروسپاري .

په پاکستان کښې د هندوستان سفارت  دنیول شوی پایلوټ د سفر لپاره ټول سندونه برابر کړی دی .

دپاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون د پارلمان ګډې غونډې ته په وینا کښې د هندوستان دپایلوټ دخوشی کولو په اعلان سره وویل د هند پایلوټ د ښه نیت د ښودلو لپاره خوشی کیږی .

تازه خبر وايي چې د پاکستان چارواکو د هندوستان نیول شوی پایلوټ  اوس  واګه سرحد ته بیولی دی او زربه د نوي ډیلي چارواکو ته وسپارل شي .

عمران خان وویل د پاکستان لخوا د امنیت لپاره ترسره کیدونکی هڅې د اسلام اباد کمزورتیا ونه ګڼل شی او د هیواد عسکر او ملت د  پاکستان په دفاع کولو پوهیږی .

دپاکستان لومړی وزیر عمران خان د هند د پایلوټ د خوشی کولو په اعلان سره نوی ډیلی ته دغه پیغام ورکړ چې  په پاکستان هر ډول تیری کونکی لاس به غوڅ شی .

دملګروملتونو سرمشنی او نتونیو ګوتریش او امریکا د پاکستان لخوا د هند دپایلوټ د خوشی کولو هرکلی وکړ .

بل خبر دا چې د سعودی عربستان خارجه وزیر عادل الجبیر هم د ولیعهد محمد بن سلمان یو (۱)مهم پیغام اسلام ته رسوی .

د هندوستان سیاسي ګوندونو او شخصیتنو د نیول شوي پایلوټ د خوشي کولو لپاره د پاکستان دلومړي وزیر عمران خان د اعلان هرکلی وکړ .

چین هم د پاکستان لخوا د هندوستان دپایلوټ د خوشي کیدا هرکلی کړی دی .

د نړۍ ډیرو خلکو اوس د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته د نوبل جایزې د ورکولو وړاندیز کړی دی .