پاکستان نیول شوی هندي پایلټ نوي ډیلي ته وسپاره
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80660-پاکستان_نیول_شوی_هندي_پایلټ_نوي_ډیلي_ته_وسپاره
پاکستان د ابهی نندن په نوم په خپله خاوره کښې نیولی هندي پایلټ د هندوستان چارواکو وسپاره.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 02, 2019 04:02 Asia/Kabul
  • پاکستان نیول شوی هندي پایلټ نوي ډیلي ته وسپاره

پاکستان د ابهی نندن په نوم په خپله خاوره کښې نیولی هندي پایلټ د هندوستان چارواکو وسپاره.

د پاکستان امنیتي ځواکونو بیګا د حملې لپاره د پاکستان د هوايي حریم خلاف ورزي کونکی هندي پایلټ چې د الوتکې له نسکوریدو وروسته نیول شوی و، بیګا تر سختو امنیتي تابیاؤ لاندې په واهګه سرحد کښې د هندوستان د هوايي ځواک لوړرتبه چارواکو ته وسپاره.

له دې مخکښې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وو چې اسلام آباد د خپل ښه نیت د څرګندولو او د یو صلحه غواړي اقدام په لړ کښې نیول شوی هندي پایلټ هندوستان ته ورستنوي.

په عین حال کښې د پاکستان د جنګ ورځپاڼې ویب سایټ د دغه نیول شوي هندي پایلټ یوه ویډیو خپره کړې ده. هغه په دغه ویډیو کښې ویلي چې دی د پاکستان د پوځ له کړچاره ډیر متاثر شوی دی. هغه زیاته کړه: د پاکستان پوځ یو مسلکي پوځ دی، زما ژوند یې وژغوره او راسره یې ډیر ښه سلوک وکړ.

ابهی نندن د خپل هیواد یعنې هندوستان په رسنیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه رسنۍ له وړې خبرې ستره مسئله جوړوي او خلک غولوي.