له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ بيا شروع شوه
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ تر دریو مياشتو ځنډه وروسته بیا شروع شوه.
د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرې مېرمن مینکدیویلا وویل: « دا چې په خپله خوښه د افغان کډوالو ستېندنه د حل غوره لاره بلل شوې؛ نو په کار ده چې دا لړۍ ښه روښانه، خوندي او د عزت او ابرو له مخې ترسره شي.»
همدارنګه مېرمن مینکدیویلا وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنري(یو-ان-اچ-سي-ار) د پاکستان حکومت نه مننه کوي چې د څلورو لسیزو راهیسې یې د افغان کډوالو کوربتوب کړی.
لدې وړاندې د پاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي وو چې هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې زيږېدلي دي او نه غواړي چې خپل هيواد ته ستانه شي، هغوی ته به د پاکستان تابعيت ورکړل شي.