بلوچستان کښې چاودنې یو ریل ګاډی له پټلۍ وباسه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80725-بلوچستان_کښې_چاودنې_یو_ریل_ګاډی_له_پټلۍ_وباسه
د پاکستان په سویل لویدیځ کښې د بم چاودنه سبب شوه چې د یو مسافر وړونکي ریل ګاډي څو ډبۍ له پټلې کوزې شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2019 08:45 Asia/Kabul
  • بلوچستان کښې چاودنې یو ریل ګاډی له پټلۍ وباسه

د پاکستان په سویل لویدیځ کښې د بم چاودنه سبب شوه چې د یو مسافر وړونکي ریل ګاډي څو ډبۍ له پټلې کوزې شي.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د بلوچستان صوبې په چمن سرحدي سیمه کښې په یو موټر سایکل کښې د ایښودل شویو موادو چاودنه سبب شوه چې د په خوا کښې یې د روان ریل ګاډي څو ډبۍ له پټلۍ ووځي او همداشان په دغې صوبې کښې د ریل ګاډو د تګ راتګ پروګرام تر اغیزې لاندې راغی.

د پاکستان پولیسو وویل: د دې چاودنې له امله چې نن سهار د جعفر ایکسپریس مسافري اورګاډي د پټلۍ او د بسونو د اډې په خوا کښې وشوه، لږترلږه پنځه تنه زخمي شول.

د دې چاودنې پړه لا چا نه ده منلې.