پاکستان له خپلو سمندري حدودو راوړیدونکی هندي اوبتل تیښتې ته اړ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80730-پاکستان_له_خپلو_سمندري_حدودو_راوړیدونکی_هندي_اوبتل_تیښتې_ته_اړ_کړ
پاکستان په خپلو سمندري حدودو کې د هند د یو اوبتل لاره ونیوله او هغه یې د سیمې پریښودلو ته مجبوره کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2019 12:34 Asia/Kabul
  • پاکستان له خپلو سمندري حدودو راوړیدونکی هندي اوبتل تیښتې ته اړ کړ

پاکستان په خپلو سمندري حدودو کې د هند د یو اوبتل لاره ونیوله او هغه یې د سیمې پریښودلو ته مجبوره کړ.

 د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د سمندري ځواک له خوا د خپرې شوې بیانیې په اساس  هندي  اوبتل  ته  د پاکستان د  سمندري ځواکونو له خبرداري ورکولو او مخه نیولو سره سره  د دواړو لورو تر مینځ څه نښته نه ده شوې.

 د پاکستان سمندري ځوک په خپله بیانیه کې دې ته په اشارې سره چې اسلام اباد  په سیمه کې د سولې او امنیت غوښتونکی دی  ویلې دي چې د هند په اوبتل  ګوزار نه کول هم  د هند په وړاندې د   اسلام اباد  سوله ایز دریځ  ثابتوي.

 دا دوهم ځل دی چې پاکستان د هند  د اوبتل مخه نیسي په دوه زره شپاړسم کال کې هم د پاکستان سمندري ځواک یو هندی اوبتل په خپلو اوبو کې معلوم کړی او  شړلو ته  مجبوره کړی و.