پاکستان له خپلو سمندري حدودو راوړیدونکی هندي اوبتل تیښتې ته اړ کړ
پاکستان په خپلو سمندري حدودو کې د هند د یو اوبتل لاره ونیوله او هغه یې د سیمې پریښودلو ته مجبوره کړ.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د سمندري ځواک له خوا د خپرې شوې بیانیې په اساس هندي اوبتل ته د پاکستان د سمندري ځواکونو له خبرداري ورکولو او مخه نیولو سره سره د دواړو لورو تر مینځ څه نښته نه ده شوې.
د پاکستان سمندري ځوک په خپله بیانیه کې دې ته په اشارې سره چې اسلام اباد په سیمه کې د سولې او امنیت غوښتونکی دی ویلې دي چې د هند په اوبتل ګوزار نه کول هم د هند په وړاندې د اسلام اباد سوله ایز دریځ ثابتوي.
دا دوهم ځل دی چې پاکستان د هند د اوبتل مخه نیسي په دوه زره شپاړسم کال کې هم د پاکستان سمندري ځواک یو هندی اوبتل په خپلو اوبو کې معلوم کړی او شړلو ته مجبوره کړی و.