پاکستان له منع شوو ډلوسره کوټلی او چورلټه مبارزه کوی
د پاکستان داطلاعاتو وزیرچوهدری فواد هم وئیلی دی،دترهه ګرو ډلو په ضد کوټلی اقدامات په جنورۍ میاشت کې ددغه هیواد دامینتی اورګانونو فیصله وه او دم ګړۍعملی مرحلو ته داخله شوې ده .
فارس خبری آژانس راپور ورکړی و دپآکستان دکورنیو چارو دوزارت قایمقام شهریار افریدی نن په خبری کنفرانس کې په ډاګه کړې پاکستان به دترهه ګرو او ممنوع الفعالیت وسلو الو ډلو د نابودولو په چوکاټ کې دهغوی بانکی او مالی حسابونه هم وتړی .
افریدی وئیلی دی،دترهه ګرو ډلو په ضد عملیات به یوازې دڅو خاصو ډ لو په ضد نه وی .
د پاکستان داطلاعاتو وزیر چوهدری فواد هم وئیلی دی،دترهه ګرو ډلو په ضد کوټلی اقدامات په جنورۍ میاشت کې ددغه هیواد دامینتی اورګانونو فیصله وه او دم ګړۍ عملی مرحلو ته داخله شوې ده .
چوهدری صیب روښانه کړې ده،دسیمې له هیوادونو سره د ملګرتیا او داقتصادی پراختیا لپاره،د ترهه ګرۍ اوترهه ګرو دجرړو ویستل ضروری چاره ده .