د هندوستان یوه جنګي الوتکه د پاکستان پولې ته څیرمه نسکوره شوه
Mar 09, 2019 04:05 Asia/Kabul
پاکستاني رسنیو د دغه هیواد سرحد ته نزدې د هندوستان د پوځ د هوايي ځواک (میګ-۲۱) ډوله جنګي الوتکې د نسکوریدو خبر ورکړ.
ایرنا لیکلي چې د پاکستان خبري سرچینو ویلي دي: د هندوستان میګ-۲۱ ډوله فایټر جیټ پرون نسکور شوی خو پایلټ یې ترې په پيراشوټ سره دانګلي او ځان یې ژغورلی دی.
پاکستاني رسنیو د دغې هندي الوتکو د نسکوریدو په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي.
هندي رسنیو هم د پاکستان په ګاونډ کښې په خپلې راجستان صوبه کښې د خپل هیواد د یوې جنګي الوتکې د نسکوریدو خبر ورکړی دی.
څو ورځې مخکښې د پاکستان هوايي ځواک د هندوستان دوه جنګي الوتکې د خپل هوايي حریم د خلاف ورزۍ په وجه په نښه کړې او دواړه یې نسکورې کړې.
ټیګونه