په پاکستان کښې په شيعه ؤ حمله کونکي عناصر ونيول شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80887-په_پاکستان_کښې_په_شيعه_ؤ_حمله_کونکي_عناصر_ونيول_شول
د پاکستان فوځ د دغه هېواد په شيعه مسلمانانو د ترهه ګرو حملو د عاملانو د نيول کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2019 01:56 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې په شيعه ؤ حمله کونکي عناصر ونيول شول

د پاکستان فوځ د دغه هېواد په شيعه مسلمانانو د ترهه ګرو حملو د عاملانو د نيول کېدو خبر ورکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د فوځ عمومي تعلقاتو دفتر پرون په يوې بيانيې کښې وويل چې فوځي او امنيتي ځواکونو د دغه هېواد د خېبر پښتونخوا صوبې په مانسهره ښار کښې په يولړ ګډو عملياتو کښې پينځه ترهه ګر ونيول.

په دغه بيانيه کښې راغلي دي چې نيول شويو ترهه ګرو د شيعه ؤ په امامباړو او د فوځي ځواکونو په کاروانونو باندې په زياتو حملو او د امنيتي ځواکونو په وژلو کښې لاس لرۀ.

په دغه بيانيه کښېد نيول شويو ترهه ګرو هويت ته څه اشاره نه ده شوې.

په دې وروستيو کلونو کښې د پاکستان په مختلفوسيمو کښې د داعش، لشکرجهنګوي، جماعت الاحرار او سپاه صحابه په شمول د ترهه ګرو ډلو په حملو کښې په سلګونو خلق په تېره بيا شيعه مسلمانان وژل شوي دي.