هند او پاکستان د نویو توغندیو ازموینه وکړه
Mar 13, 2019 12:54 Asia/Kabul
پاکستان او هندوستان د خپلو نویو توغندیو د کامیابې ازموینې خبر ورکړی دی.
د پاکستان د هوايي ځواک قومندان مجاهد انور خان د دغه هیواد د یو ځايي جوړ میزایل د توغول کیدو خبر ورکړ.
مجاهد انور خان وویل چې د پاکستان جوړ دغه لرواټنه توغندی د هر ډول هدف د نابودولو توان لري.
له بلې خوا د هندوستان د دفاعي تحقیق او پراختیا ادارې (ډي، آر، ډي، او) ویلي چې نوي ډیلي په راجستان صوبه کښې د پيناکا په نوم ګایډډ توغندي په کامیابۍ سره ازمایلي دي.
پيناکا توغندوي سیسټم داسې پرمختللي هدایتیدونکي میزایل لري چې کوی شي په ۴۴ ثانیو کښې دولس توغندي له ۲۰ نه تر ۹۰ کیلومیټره واټن کښې د خپلو اهدافو په لور ۱۲ توغندي وتوغوي.
دا د هندوستان له خوا د دې میزایل سیسټم دریم ازمیښت دی.
ټیګونه