هند له پاکستان سره د تاوتريخوالي په هواري تاکيد وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i80911-هند_له_پاکستان_سره_د_تاوتريخوالي_په_هواري_تاکيد_وکړ
د هند خارجه وزيرې له پاکستان سره د تاوتريخوالي په هواري تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2019 08:04 Asia/Kabul
  • هند له پاکستان سره د تاوتريخوالي په هواري تاکيد وکړ

د هند خارجه وزيرې له پاکستان سره د تاوتريخوالي په هواري تاکيد وکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې مېرمن سوشما سواراج پرون به نوي ډيلي کښې وويل، هند له پاکستان سره د تاتريخوالي د هواري غوښتونکے دے.

هغې وويل: هند له پاکستان سره د جنګ اراده نه لري او که يو ځل بيا د پاکستان په ملاتړ سره جيش محمد ترهه ګرې ډلې د نوي ډيلي په ځايونو حمله وکړه نو هغه وخت به د هند حملې ډېر سختې وي.

د تېرې فرورۍ په  څوارلسمه نېټه جيش محمد ترهه ګرې ډلې د کشمير په پلوامه سيمه د هند په فوځي کانوائې باندې په حملې سره ۴۴ فوځيان ووژل ‎.

له دې وروسته د هند او پاکستان تعلقات خړ پړ شوي دي.