بلوچستان کښې په ریل ګاډي کښې چاودنه شوې
Mar 17, 2019 09:38 Asia/Kabul
د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې په یو ریل ګاډي کښې د شوې چاودنې له امله لږترلږه پنځه کسان مړه شوي دي.
پاکستاني رسنیو لیکلي چې د پاکستان له راولپنډۍ څخه د کویټې په لور د جعفر ایکسپریس په لاره کښې د بم د زوروې چاودنې له امله د ریل ګاډي پنځه ډبۍ له پټلې ووتلې. چاودنې هم داشان تقریباً د څلور سوه فُټه په اندازه پټلۍ ته هم تاوان رسولی دی. د چاودنې له امله پنځه مسافر مړه او لس نور زخمي شوي دي.
د چاودنې پړه لا چا نه ده منلې.
ټیګونه