پاکستان له هندوستان سره د شخړې پاې غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81103-پاکستان_له_هندوستان_سره_د_شخړې_پاې_غواړي
د پاکستان ولسمشر د خپل هیواد او هندوستان ترمینځ د شخړې او اختلافاتو د ختمیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 25, 2019 03:07 Asia/Kabul
  • پاکستان له هندوستان سره د شخړې پاې غواړي

د پاکستان ولسمشر د خپل هیواد او هندوستان ترمینځ د شخړې او اختلافاتو د ختمیدو په ضرورت ټینګار وکړ.

عارف علوي د (یوم پاکستان) په مناسبت د دغه هیواد د پوځي ځواکونو د ګډ پریډ له ختمیدو وروسته چې هندوستان ته د خپل پوځي قدرت ښودل وو، وویل: اسلام آباد له هندوستان سره د تل پاتې صلحې د ټینګولو او له دغه هیواد سره د شخړې د ختمولو غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړه چې اسلام آباد په جنګ هیڅ اعتقاد نه لري او غواړي چې له هندوستان سره اختلافات د خبرو اترې له لارې هوار کړي.