دپاکستان لومړی وزیر په افغانستان نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81129-دپاکستان_لومړی_وزیر_په_افغانستان_نیوکه_وکړه
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د افغانستان په حکومت د هغه څه په دلیل چې له طالبانو ډلې سره د سولې د خبرواترو له بندون سره مخامخ کول یې بللی دی نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2019 08:31 Asia/Kabul
  • عمران خان  د افغانستان دحکومت داندیښنې دڅرګندولو په خاطر په اسلام اباد کښې له طالبانو سره ټاکل شوي غونډه لغوه کړي وه  .
    عمران خان د افغانستان دحکومت داندیښنې دڅرګندولو په خاطر په اسلام اباد کښې له طالبانو سره ټاکل شوي غونډه لغوه کړي وه .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د افغانستان په حکومت د هغه څه په دلیل چې له طالبانو ډلې سره د سولې د خبرواترو له بندون سره مخامخ کول یې بللی دی نیوکه وکړه .

عمران خان دطالبانو ډلې دسولې دخبرواترو په هکله وویل د افغانستان حکومت باید په هیواد کښې د سولې دخبرواترو نتیجې ته درسیدا لپاره منطقی حل لاره پیدا کړی .

دپاکستان لومړی وزیر عمران خان دغه راز په افغانستان کښې د موقته حکومت جوړول په هیواد کښې د خبرواترو له بندون څخه دوتلو لپاره حل لاره وبلله او ویې ویل د افغانستان سوله هغه وخت بریالی کیدلی شی چې په دغه هیواد کښې بې طرفه موقته حکومت رامینځته شی چې وکولای شی د ټولو خلکو لپاره ازاد انتخابات ډالۍ کړی .

عمران خان  وویل  ما د افغانستان دحکومت داندیښنې دڅرګندولو په خاطر په اسلام اباد کښې له طالبانو سره ټاکل شوی غونډه لغوه کړی وه  .

دپاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل د هند او دپاکستان ترمینځ دیوه(۱) بل جنګ د رامینځته کیدا خطر شته او زیاته یې کړه دهندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی په هیواد کښې له انتخاباتو مخکې جنګ رامینځته کولای شی .