پاکستان ته دایران صادرات ۳۸فی صده زیات شوی دی
له اسلامی ایرانه پاکستان ته د شیانو صادرات هم د وزن له پلوه په اته ویشت فی صدی ودې سره دتیرکال په ورته مودې کې دوه زره اوڅلور سوه نهه اتیاټنوته زیات شوی دی .
ایرنا خبری اژانس راپورورکړی په پاکستان کې دایران دسفارت داحصایو په اساس ، په تیرو یولسو میاشتو کې دایران اوپاکستان مبادلات یو میلیارډ او یو سل اته ویشت میلیون ډالرو ته زیات شوی دی .
له اسلامی ایرانه پاکستان ته د شیانو صادرات هم د وزن له پلوه په اته ویشت فی صدی ودې سره دتیرکال په ورته مودې کې دوه زره اوڅلور سوه نهه اتیا ټنوته زیات شوی دی .
پاکستان په څه دپاسه دوه سوه میلیون نفوسو سره په بیلابیلو زمینو په تیره بیا د ودانیو د مصالو ، ټایلز، سرامیک ، سیمټو او تارکولو په زمینو کې دایران د محصولاتو دغوره صادراتی مقصد په توګه مطرح کیدلی شی .