زلمی خلیل زاد دپاکستان دپوځ له مشر سره وکتل
Apr 07, 2019 01:16 Asia/Kabul
-
زلمي خلیل زاد چې په جمعې ورځ پاکستان ته تللی وو ددغه هیواد له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره هم کتنه او خبرې کړي وې .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد اسلام اباد ته په خپل سفر کښې دپاکستان دپوځ له مشرجنرال قمر جاوید باجوا سره په پنډۍ ښار کښې کتنه وکړه او د سیمې د امنیتی حالت او دافغانستان دسولې دبهیر په اړه یې وسره خبرې وکړې .
د افغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په دغه کتنې کښې د افغانستان د سولې دبهیر د پیاوړتیا لپاره دپاکستان د ملاتړونو او دهڅو قدرونه وکړه او په دغه بهیر کښې داسلام اباد رول یې حیاتی وباله .
زلمی خلیل زاد چې په جمعې ورځ پاکستان ته تللی وو ددغه هیواد له خارجه وزیر شاه محمود قریشی سره هم کتنه او خبرې کړی وې .
ټیګونه