هند دپاکستان پرضد بیا حملې کولای شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81401-هند_دپاکستان_پرضد_بیا_حملې_کولای_شی
زمونږخبریال وایی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی په ملتان ښار کښې په یوه (۱) خبری کانفرنس کښې په راتلونکو ورځو کښې د هندوستان لخوا دیوې بلې حملې د ترسره کیدا احتمال ته په اشارې سره ایشوا کړه چې د نوی ډیلی لخوا د اپریل دمیاشتې له شپاړسمې (۱۶)تر شلمې(۲۰) نیټې پورې د یوه(۱) بل تیری د ترسره کولو امکان شته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2019 10:39 Asia/Kabul
  •  د هند لخوا یوه(۱) نوي ډرامه او د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د پلوامه (Pulwama) په شان یوه (۱) بله پیښه رامینځته کیدلای شي .
    د هند لخوا یوه(۱) نوي ډرامه او د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د پلوامه (Pulwama) په شان یوه (۱) بله پیښه رامینځته کیدلای شي .

زمونږخبریال وایی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی په ملتان ښار کښې په یوه (۱) خبری کانفرنس کښې په راتلونکو ورځو کښې د هندوستان لخوا دیوې بلې حملې د ترسره کیدا احتمال ته په اشارې سره ایشوا کړه چې د نوی ډیلی لخوا د اپریل دمیاشتې له شپاړسمې (۱۶)تر شلمې(۲۰) نیټې پورې د یوه(۱) بل تیری د ترسره کولو امکان شته .

هغه وویل له مونږ سره باوری استخباراتی راپورونه شته چې هند یو (۱) نوی پلان جوړوی چې له کبله یې د پاکستان  پرضد دنوی ډیلی لخوا د یوې(۱) بلې حملې امکان شته .

دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل د هند لخوا یوه(۱) نوی ډرامه رامینځته کیدلای شی او د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې د پلوامه (Pulwama) په شان یوه (۱) بله پیښه رامینځته کیدلای شی چې هدف یې په پاکستان د ډیپلوماټیک دباو زیاتول او د نوی ډیلی پوځی اقدام ته توجیه ورکول دی .

هغه وویل د پاکستان خارجه وزارت فیصله کړی ده چې دملګروملتونو دامنیت شورا  ددایمی غړیو هیوادونو سفیران اسلام اباد ته وروبولی او دوه(۲) ورځې مخکې د پاکستان دخارجه چارو سیکرټر د امنیت شورا د پینځو (۵)دایمی غړو استازی خارجه وزارت ته وربللی وو او هغوې یې دپاکستان له اندیښنې خبرې کړی وو .