دپاکستان سیاستوال په امریکا سخته نیوکه وکړه
-
سپاه پاسداران ځواک په سیمه کښې دامریکا تر ملاتړ لانډې ترهګرو ډلو سره په مبارزې کښې اساسي رول پرغاړه لري .
د پاکستان دولسمشر پخوانی ویانداو د پیپلز ګوند سیکرټر فرحت الله بابر له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په ترهګر بللو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په وروستی اقدام نیوکه وکړه .
هغه ټینګار وکړ دامریکا د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام هماغه له اټومی تړون څخه دامریکا په غیرقانونی ډول یواړخیز وتلو ته ورته دی .
د پاکستان دپیپلز ګوند غه مشر فرحت الله بابر د ایران داسلامی انقلاب سپاه پاسداران په ترهګر بللو کښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام یو(۱) خطرناک او منفی کار وباله او زیاته یې کړه دغه اقدام په سیمه کښې تاوتریخوالی زیاتوی .
فرحت الله بابر په نړۍ کښې د سولې له ملاتړو او خپلواکه هیوادونو وغوښتل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ داقدام په غندلو سره له هغه وغواړی چې په دغه کار کښې بیا کتنه وکړی .
د ویلو ده چې دایران د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک په سیمه کښې دامریکا تر ملاتړ لانډې ترهګرو ډلو سره په مبارزې کښې اساسی رول پرغاړه لری خو امریکا او دهغه متحد عرب او اروپایی ملګری دغه کار نه خوښوی .