پاکستان د بریتانیا د بخښنې غوښتنه وکړه
-
د بریتانیا د استعماري ځواکونوکابو زر (۱۰۰۰)کسان وژلي وو .
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان داطلاعاتو وزیر فواد حسین چوهدری د بریتانیا د استعمار په وخت کښې په هندبراعظمګی کښې د څه دپاسه زر(۱۰۰۰) کسانو د عام وژلې په اړه د لندن د حکومت درسمی بخښنې غوښتنه وکړه .
هغه په انګلستان غږ وکړ دهند په شمال لویدیځ کښې په جالیان والا باغ سیمه کښې د کابو زرو(۱۰۰۰) کسانو دوژلې د پیښې په هکله دهندوستان د بنګلادیش او د پاکستان له خلکو بخښنه وغواړی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد حسین چوهدری زیاته کړه د عام وژلې پیښه چې سل(۱۰۰) کاله مخکې د هند په براعظمګی کښې د بریتانیا د استعمار تر استعمار لاندې ټاټوبو کښې رامینځته شوه د بریتانیا د حکومت لپاره د شرم خبره ده .
د بریتانیا لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې پرون د خپل هیواد لخوا دهند په براعظمګی کښې د خلکو په عام وژلې خواشینی څرګنده کړه خو حاضره نشوه ددغه وژلې په هکله رسمی بخښنه وغواړی .
د بریتانیا د استعماری ځواکونو دهغه وخت قوماندان د ۱۹۱۹ میلادی کال د اپریل د میاشتې په ۱۳ نیټه په جالیان والا باغ سیمه کښې چې اوس دهند په خاوره کښې پرته ده دښځو اود ماشومانو په شمول په زرګونو خلکو ډزې وکړې چې له کبله یې کابو زر (۱۰۰۰)کسان وژل شوی وو .