دپاکستان د مالیې وزیر دامریکا اقدام وغاند
-
امریکا نور هیوادونه هم د ایران پرضد د بایکاټونو لپاره له ځان سره دملګري کولو لپاره تر دباو لاندې وروستلي دي .
فارس خبری اژانس وایی د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر د ایران پرضد دامریکا ظالمانه بندیزونه ناجایز اوله توپیر څخه ډک اقدام وباله .
هغه دایران داسلامی جمهوریت پرضد د امریکا په پراخو بایکاټونو نیوکې سره ددغو بندیزونو د ختمولو غوښتنه وکړه .
د پاکستان دمالیې وزیر اسد عمر له ایران سره د دوه (۲)اړخیزه اقتصادی اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل اسلام اباد کولی شی د ایران او دترکیې له لارې له اروپا او نورو هیوادونو سره تجارت وکړی .
اسد عمر زیاته کړه ترکیه او ایران کولای شی د پاکستان له لارې له هند او چین سره تجارت وکړی او ددغه لارې تړل دهیڅ هیواد په ګټه نه ده .
دامریکا ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادی په می میاشتې کښې په یواړخیزه ډول اټومی تړون څخه خپل هیواد وویست او په دوو (۲) پړاونو کښې یې د ایران پرضد اټومی بایکاټونه له سره ولګول .
امریکا نور هیوادونه هم د ایران پرضد د بایکاټونو لپاره له ځان سره دملګری کولو لپاره تر دباو لاندې وروستلی دی خو هغوې د واشنګټن له دغو بندیزونو سره مخالفتونه کړی دی .