ایران ته د عمران خان سفر د دسیسو شنډونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81554-ایران_ته_د_عمران_خان_سفر_د_دسیسو_شنډونکی_دی
د پاکستان د قومي اسمبلۍ استازې ایران ته د عمران خان راتلونکی سفر د دواړو هیوادونو په دوستانه ملګرتیاؤ کښې د نوي پړاؤ پیلامه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2019 11:44 Asia/Kabul
  • عمران خان، اسلام آباد، تهران، ایران
    عمران خان، اسلام آباد، تهران، ایران

د پاکستان د قومي اسمبلۍ استازې ایران ته د عمران خان راتلونکی سفر د دواړو هیوادونو په دوستانه ملګرتیاؤ کښې د نوي پړاؤ پیلامه وبلله.

د ایرنا په لیکنه، میرمن کنول شوزیب نن په اسلام آباد کښې د دغه خبري آژانس خبریال ته په مرکه کښې وویل: ایران ته د پاکستان د وزیراعظم رسمي سفر به د دې دواړو ګاونډي هیوادونو د اړیکو خلاف د دسیسو د شنډولو په لړ کښې یو ګام وي.

هغې زیاته کړه: ایران ته د پاکستان د وزیراعظم راتلونکی سفر نه یوازې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي او سوداګري ملګرتیاؤ له پراختیا سره مرسته کوي بلکې دا بدلون د پاکستان او ایران ترمینځ د مذهبي سیاحت کچه هم لوړوي.

کنول شوزیب ټینګار وکړ چې پاکستان یو صلحه  غواړی هیواد دی او تل د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

ټاکل شوې چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د روانې اپریل میاشتې په یویشتمه نیټه ایران ته راشي.