په پاکستان کې دګیس بیّه اتیا فی صدو پورې زیاتیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81559-په_پاکستان_کې_دګیس_بیّه_اتیا_فی_صدو_پورې_زیاتیږي
پاکستان ته دایران دګیسو د منتقلونکی ترټولو مهم پلان په توګه دسولې دپایپ لاین پروژه پر اسلام اباد دځینو بهرنیو قدرتونوپه دباؤنو سره هماغه راز بشپړ شوې نه ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 17, 2019 00:46 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې دګیس بیّه اتیا فی صدو پورې زیاتیږي

پاکستان ته دایران دګیسو د منتقلونکی ترټولو مهم پلان په توګه دسولې دپایپ لاین پروژه پر اسلام اباد دځینو بهرنیو قدرتونوپه دباؤنو سره هماغه راز بشپړ شوې نه ده .

 فارس خبری آژانس  راپور   ورکړ  د پاکستان دانرژۍ او  سونګو د  ادارې (اوګرا)  مشر عظمی  عادل پرون مازدیګر وئیلی دی  سږکال له جولائی میاشت راهسې  به   په هیواد کې د مصرفی ګیسو  بیّې  تر اتیا فی صدو پورې زیاتې شی .

 هغه  دګیسو د بیّو د زیاتیدا یو اغیزشیندونکی  مهم علت  د روپۍ په مقابل کې  د ډ الر  دبیّې لوړیدا بللې او زیاته ئې کړې ده ،  دپاکستان د ګیسو ملی شرکت  اضافی اوغیر ضروری لګښتونه نه منی .

 پاکستان تل  د بریښنا او ګیسو له کمښت ،د سونګو او انرژۍ  د بیّو له لوړیدا او د بریښنا اوګیسو له پراخې غوڅیدا سره مخامخ دی او  له قطر څخه  دګیسو واردات  هم نه دی توانیدلی،سونګو اوانرژۍ ته  ددغه هیواد اړتیا په کافی توګه تامین کړائ شی .

 له دغومشکلاتو اوترینګلتیاؤ سره سره،پاکستان ته دایران دګیسو د منتقلونکی ترټولو مهم پلان په توګه    دسولې دپایپ لاین پروژه  پر اسلام اباد دځینو بهرنیو قدرتونوپه دباؤنو سره هماغه راز  بشپړ شوې نه ده .