په پاکستان کې دګیس بیّه اتیا فی صدو پورې زیاتیږي
پاکستان ته دایران دګیسو د منتقلونکی ترټولو مهم پلان په توګه دسولې دپایپ لاین پروژه پر اسلام اباد دځینو بهرنیو قدرتونوپه دباؤنو سره هماغه راز بشپړ شوې نه ده .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ د پاکستان دانرژۍ او سونګو د ادارې (اوګرا) مشر عظمی عادل پرون مازدیګر وئیلی دی سږکال له جولائی میاشت راهسې به په هیواد کې د مصرفی ګیسو بیّې تر اتیا فی صدو پورې زیاتې شی .
هغه دګیسو د بیّو د زیاتیدا یو اغیزشیندونکی مهم علت د روپۍ په مقابل کې د ډ الر دبیّې لوړیدا بللې او زیاته ئې کړې ده ، دپاکستان د ګیسو ملی شرکت اضافی اوغیر ضروری لګښتونه نه منی .
پاکستان تل د بریښنا او ګیسو له کمښت ،د سونګو او انرژۍ د بیّو له لوړیدا او د بریښنا اوګیسو له پراخې غوڅیدا سره مخامخ دی او له قطر څخه دګیسو واردات هم نه دی توانیدلی،سونګو اوانرژۍ ته ددغه هیواد اړتیا په کافی توګه تامین کړائ شی .
له دغومشکلاتو اوترینګلتیاؤ سره سره،پاکستان ته دایران دګیسو د منتقلونکی ترټولو مهم پلان په توګه دسولې دپایپ لاین پروژه پر اسلام اباد دځینو بهرنیو قدرتونوپه دباؤنو سره هماغه راز بشپړ شوې نه ده .