په پاکستان کې دسختوورښتون اوسیلاؤ له امله دمړوشمیر۶۴کسانوته ورسید
دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې و موسمی ورښتونو اوسیلابونو له امله هر کال په زرګونو هیکټره مځکې داوبو قربانی کیږی او دغه راز په لسګونو کسان هم خپل ژوند له لاسه ورکوی .
زمونږخبریال د پاکستان دسماء ټیلیویژنی چینل له قوله راپورراکړ د پاکستان دطبیعی پیښو او بحران د مدیریّت د ادارې په نننۍ اعلامې کې وئیل شوی دی،په بلوچستان،پنجاب سند،ګلګت بلتستان اوخیبر پختونخواه صوبو کې دسختو ورښتونو اوسیلاؤ له امله دمړو شمیر ۶۴ کسانو او د ټپیانوشمیر هم کابو یو سل اتیاؤ تنو ته رسیدلی دی .
ددغه راپور په اساس دپاکستان په دغوصوبو کې دسیلاؤ دجاری کیدو له امله په سلګونوکورنۍکډه په سر شویاو نورو سیموته ئې پناه وړې ده.
داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې و موسمی ورښتونو اوسیلابونو له امله هر کال په زرګونو هیکټره مځکې داوبو قربانی کیږی او دغه راز په لسګونو کسان هم خپل ژوند له لاسه ورکوی .