دایران او پاکستان اقتصادی اړیکې نوره هم پراخیږي
تهران ته دپاکستان دلومړی وزیر په سفر کې د دواړو هیوادونو داقتصادی اړیکو دپراختیا په موخې سره دتجارتی کوټو په ملګرتیا سره دتاجرانو غونډه هم ترسره شی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ په پاکستان کې دایران سفیر مهدی هنر دوست نن په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره لیده کاته کړی او تهران ته د عمران خان دلومړنی سفر په باب ئې ورسره مشورې اوخبرې کړی دی .
د پاکستان خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ، ددغه هیواد لومړی وزیر به په دوه ورځنی رسمی بلنې سره داپریل په یویشتمه نیټه ایران ته سفر وکړی .دا په صدراعظمۍ له ټاکل کیدو وروسته دعمران خان لومړنی سفر دی .
په تهران کې د پاکستان سفیرې هم ایران ته دپاکستان دلومړی وزیر دسفر دجزیاتو په باب وئیلی دی،عمران خان به په مشهد کې دحضرت امام رضاعلیه السلامدحرم له زیارت وروسته دخراسان رضوی له ګورنر او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوری او له دی وروسته به د یکشنبې په شپه تهران ته لاړشی او ددوشنبې په ورځې به دایران له ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو سره ددوو اړخیزو اړیکو په باب لیده کاته وکړی.میرمن رفعت مسعودهمدارازوئیلی دی،تهران ته دپاکستان دلومړی وزیر په سفرکې ددواړوهیوادونوداقتصادی اړیکودپراختیا په موخې سره دتجارتی کوټو په ملګرتیا سره دتاجرانو غونډه هم ترسره شی .