دپاکستان دبلوچستان وروستی جنایت پړه بیلتون غواړو بلوچو په غاړه اختسی
براس غیر قانونی ډلې دیوې اعلامیې په خپرولو سره چې بیلتون غواړی درې تنظیمونه پکې شامل دی ، وئیلی دی،دوی به دحکومتی لوری په ضد خپلو عملیاتو ته د وام ورکړی.
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دپاکستان په بلوچستان صوبې کې دبیلتون غواړو بلوچو تنظیمونوجوړ براس(BRAS) ائیتلاف د مکران ګوادر په سترې لارې کې دپرونۍ هغې ترهه ګرې حملې پړه په غاړه اخستې چې د لسوحکومتی مامورانو پشمول څوارلس کسان پکې په بې دردۍ سره وژل شوی وو .
براس غیر قانونی ډلې دیوې اعلامیې په خپرولو سره چې بیلتون غواړی درې تنظیمونه پکې شامل دی،وئیلی دی،دوی به دحکومتی لوری په ضدخپلوعملیاتو ته د وام ورکړی.وئیل کیږی براس ډلې ترهه ګرو د پاکستان دسرحدی ځواک جامې اغوستی وې دګوادر او مکران ترمینځ په لاره کې ئې له بسه ځینی سوارلۍ کوزې کړی او دهغوی له شناختی کارډ،نو له پلټنې وروسته ئې په بوږنونکی ډول څوارلس کسان ووژل او له هغه ځایه په آرام سره وتښتیدل.دپاکستان سیاسی او مذهبی لورو او ددغه هیواد ولسمشر او لومړی وزیر دغه بوږنونکی پیښه په کلکه غندلې آو د عادت په اساس ئې د مجرمانو دسختې سزا هوډ کړی دی .