پاکستان ایران دپولوپه شمول په بیلابیلوزمینوکې ملګرتیاوې لاپراخوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81635-پاکستان_ایران_دپولوپه_شمول_په_بیلابیلوزمینوکې_ملګرتیاوې_لاپراخوی
دایران اوپاکستان خارجه وزیرانو په دغونننیو ټیلیفونی خبرو کې همداراز له ترهه ګرۍ سره دمبارزې پشمول په بیلابیلو زمینو کې د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ او اړیکو د پراختیا په باب ارزونې کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2019 11:28 Asia/Kabul
  • پاکستان ایران دپولوپه شمول په بیلابیلوزمینوکې ملګرتیاوې لاپراخوی

دایران اوپاکستان خارجه وزیرانو په دغونننیو ټیلیفونی خبرو کې همداراز له ترهه ګرۍ سره دمبارزې پشمول په بیلابیلو زمینو کې د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ او اړیکو د پراختیا په باب ارزونې کړی دی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دایران اوپاکستان خارجه وزیرانو محمد جواد ظریف او شاه محمود قریشی  په  ټیلیفونی خبرو کې  ایران  ته ددغه هیواد دلومړی وزیر دسفر پشمول  په  دوو اړخیزو اړیکو کې  دترټولو مهمو موضوعګانو په باب مشورې  وکړې .

ټاکل شوې ده   دپاکستان لومړی وزیر عمران خان سبا  داسلامی ایران د ولسمشر په رسمی بلني په دوه ورځنی سفر تهران ته راشی .

 دایران اوپاکستان خارجه وزیرانو  په دغونننیو ټیلیفونی خبرو کې  همداراز  له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې پشمول  په بیلابیلو زمینو کې  د دواړو هیوادونو  دملګرتیاؤ او اړیکو د پراختیا په باب  ارزونې کړی دی .

 دایران خارجه وزیر  په دغو خبرو کې   دپاکستان په امینتی اوپوځی ځواک  د وروستۍ ترهه ګرې  حملې  په محکومولو سره     دپاکستان له ملت او حکومت سره  خپله همدردی  څرګنده کړه .

وسلوالویرغلګرو  دپاکستان دبلوچستان صوبې  په جنوب لویدیځ  مکران ګوادر  لارې کې  په یوه بس باندې په حملې او  د سوارلیو دشناختی کارډونو په پلټلو سره  څوارلس کسان په ډیر بې دردۍ سره  ووژل  چې وئیل کیږی  دحکومتی  پوځی اورګانونو پرسنل  وو .