پاکستان او ایران سرحدي امنیت پیاوړی کوي
-
اسلام اباد به هیڅکله له ایران سره د خپلو اړیکو د اهمیت په هکله غافل نشي .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی تهران ته د لومړی وزیر عمران خان د سفر په درشل کښې له ایران سره د اسلام اباد د ګډو سرحدونو د امنیت له مخکې څخه د زیات پیاوړتیا لپاره دپاکستان دحکومت د شپږګوڼه لارو چارو د برابرولو او دتدوینولو خبر ورکړ .
هغه پرون وویل دپاکستان دبلوچستان صوبې په تربت ښار کښې د پوځ دعسکرو د قومندانۍ دنوی مرکز جوړول ، په سرحدی ځواکونو کښې دنوی ډلې جوړول چې اصلی دنده یې له ایران سره د پاکستان دسرحدی سیمو ساتل دی ، دسرحدی سیمو له ترهګرو او ورانکارو کسانو سره دمبارزې په هدف سره د ایران او دپاکستان له پرله پسې مشورو وروسته د ګډ سرحدی مرکزی جوړول او له هیلی کوپټرونو په استفادې سره په ګډو سرحدونو څارنه او په سرحدونو کښې د ازغن جال لګول په دغو شپږ ګوڼه لارو چارو کښې شامل دی .
دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی دایران له خارجه وزیر جواد ظریف سره د ټیلی فونی مذاکراتو خبر ورکړ او ټیڼګار یې وکړ اسلام اباد به هیڅکله له ایران سره د خپلو اړیکو د اهمیت په هکله غافل نشی .
هغه وویل دایران خارجه وزیر جواد ظریف په دغو خبرو کښې د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې دترهګرې حملې په بیا غندلو سره ټینګار وکړ دایران اسلامی جمهوریت په پاکستان کښې دا ډول اقدامات نه منی .
قریشی وویل د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن ایران ته ورځی او مونږ باوری یوو دغه سفر د دوو(۲) دوستو او وړونو هیوادونو ترمینځ د اړیکو په پیاوړی کولو سربیره د ګډو سرحدونو د څارنې لپاره د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې پراخوی .
دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی له ایران څخه خپل هیواد ته د ګازو د انتقال د پروژې د اجرا په هکله هم وویل د سولې دپایپ لاین په نوم د ګازو دغه پروژه د پاکستان لپاره زیاتې ګټې لری او زیاته یې کړه له ایران څخه دګازو په ترلاسه کولو سره به په پاکستان کښې د انرژۍ کړکیچ کم شی .
سعودی عربستان او امریکا له ایران څخه پاکستان ته دګازو د انتقال مخالف دی .