پاکستان او ایران سرحدي امنیت پیاوړی کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81644-پاکستان_او_ایران_سرحدي_امنیت_پیاوړی_کوي
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی تهران ته د لومړی وزیر عمران خان د سفر په درشل کښې له ایران سره د اسلام اباد د ګډو سرحدونو د امنیت له مخکې څخه د زیات پیاوړتیا لپاره دپاکستان دحکومت د شپږګوڼه لارو چارو د برابرولو او دتدوینولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2019 01:19 Asia/Kabul
  • اسلام اباد به هیڅکله له ایران سره د خپلو اړیکو د اهمیت په هکله غافل نشي .
    اسلام اباد به هیڅکله له ایران سره د خپلو اړیکو د اهمیت په هکله غافل نشي .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی تهران ته د لومړی وزیر عمران خان د سفر په درشل کښې له ایران سره د اسلام اباد د ګډو سرحدونو د امنیت له مخکې څخه د زیات پیاوړتیا لپاره دپاکستان دحکومت د شپږګوڼه لارو چارو د برابرولو او دتدوینولو خبر ورکړ .

هغه پرون وویل دپاکستان دبلوچستان صوبې په تربت ښار کښې د پوځ دعسکرو د قومندانۍ دنوی مرکز جوړول  ، په سرحدی ځواکونو کښې دنوی ډلې جوړول چې اصلی دنده یې له ایران سره د پاکستان دسرحدی سیمو ساتل دی ، دسرحدی سیمو له ترهګرو او ورانکارو کسانو سره دمبارزې په هدف سره د ایران او دپاکستان له پرله پسې مشورو وروسته د ګډ سرحدی مرکزی جوړول او له هیلی کوپټرونو په استفادې سره په ګډو سرحدونو څارنه او په سرحدونو کښې د ازغن جال لګول په دغو شپږ ګوڼه لارو چارو کښې شامل دی .

دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی دایران له خارجه وزیر جواد ظریف سره د ټیلی فونی مذاکراتو  خبر ورکړ او ټیڼګار  یې  وکړ اسلام اباد به هیڅکله له ایران سره د خپلو اړیکو د اهمیت په هکله غافل نشی .

هغه وویل دایران خارجه وزیر جواد ظریف په دغو خبرو کښې د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې دترهګرې حملې په بیا غندلو سره  ټینګار وکړ  دایران اسلامی جمهوریت په پاکستان کښې دا ډول اقدامات نه منی .

قریشی وویل د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن ایران ته ورځی او مونږ باوری یوو دغه سفر د دوو(۲) دوستو او وړونو هیوادونو ترمینځ د اړیکو په پیاوړی کولو سربیره د ګډو سرحدونو د څارنې لپاره د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې پراخوی .

دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی له ایران څخه خپل هیواد ته د ګازو د انتقال د پروژې د اجرا په هکله هم وویل د سولې دپایپ لاین په نوم د ګازو دغه پروژه د پاکستان لپاره زیاتې ګټې لری او زیاته یې کړه له ایران څخه دګازو په ترلاسه کولو سره به په پاکستان کښې د انرژۍ کړکیچ کم شی .

سعودی عربستان او امریکا له ایران څخه پاکستان ته دګازو د انتقال مخالف دی .