له بندیزونو سره سره له ایران سره پاکستان داقتصادی اړیکوپراختیاغواړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81685-له_بندیزونو_سره_سره_له_ایران_سره_پاکستان_داقتصادی_اړیکوپراختیاغواړی
عمران خان دجنوب ختیځې آسیا دهیوادونو دتجارتی مبادلاتو اندازې لوړتیا ته په اشارې سره روښانه کړې ، دغو هیوادونو نن سبا دپام وړ اقتصادی بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی ، له کلونو مخکې راهسې ئې له خپلو ګاونډیانو سره ښې اقتصادی اړیکې درلودلی دی ،خو له بده مرغه دا موضوع دلویدیځی آسیا سیمې په هیوادونو او دایران ،پآکستان او افغانستان او هندوستان په شان دهیوادونو ترمینځ څه خاص پراخې نه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2019 02:18 Asia/Kabul
  • له بندیزونو سره سره له ایران سره پاکستان داقتصادی اړیکوپراختیاغواړی

عمران خان دجنوب ختیځې آسیا دهیوادونو دتجارتی مبادلاتو اندازې لوړتیا ته په اشارې سره روښانه کړې ، دغو هیوادونو نن سبا دپام وړ اقتصادی بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی ، له کلونو مخکې راهسې ئې له خپلو ګاونډیانو سره ښې اقتصادی اړیکې درلودلی دی ،خو له بده مرغه دا موضوع دلویدیځی آسیا سیمې په هیوادونو او دایران ،پآکستان او افغانستان او هندوستان په شان دهیوادونو ترمینځ څه خاص پراخې نه دی .

 زمونږخبریال راپورر اکړ  دپاکستان لومړی وزیر عمران خان  پرون  په تهران کې د دواړو هیوادونو داقصادی فعالانو  او  دتهران دتجارتی ، صنائعو ،کانونو او کرهڼیزو چارو د  کوټې له استازو سره  په غونډې کې ددې خبرې په کولو سره، دهغو  نوو بندیزونو سره سره چې  د ایران په ضد امریکا اجرا کړی دی ،  دتهران اواسلام اباد داقتصادی تعاملاتو دزیاتیدا امکان شته ، وئیلی دی ،   ا یران په اتیا میلیون نفوسوسره او پآکستان هم   په څه دپاسه دوه سوه میلیون نفوسو اوجمعیت سره ،پخپله   داقتصاد یو ستر ظرفیّت دی ، چې  له دغه ظرفیّته د  دواړو هیوادونو اوسیمې  په ګټه استفاده کیدلی شی .

 عمران خان   دجنوب ختیځې  آسیا دهیوادونو دتجارتی  مبادلاتو  اندازې  لوړتیا ته په اشارې سره  روښانه کړې ، دغو هیوادونو نن سبا  دپام وړ اقتصادی  بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی  ، له کلونو مخکې راهسې ئې  له خپلو ګاونډیانو سره  ښې اقتصادی اړیکې درلودلی دی ،خو  له بده مرغه  دا موضوع  دلویدیځی آسیا  سیمې په هیوادونو  او دایران ،پآکستان او افغانستان او هندوستان په شان  دهیوادونو ترمینځ څه خاص پراخې  نه دی .

 د تهران د  تجارتی ، صنائعو ،کانونو اوکرهڼیزو چارود کوټې مشر  مسعود خوانساری هم پّ  دغې ناستې کې  ددې خبرې په کولو سره چې  له پاکستان سره د ایران اقتصادی  مبادلاتو اندازه  دخوښې وړ نه ده  ووئیل ،  د دواړو هیوادونو  داقتصادی تعاملاتو  ظرفیّت  له اوسنۍ اندازې ډیر زیات  دی او باید چې   سمه اوغوره استفاده  ترې وشی .