د ایران او پاکستان پولې باید دسولې اودوستۍ پولې شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81686-د_ایران_او_پاکستان_پولې_باید_دسولې_اودوستۍ_پولې_شی
داسلامی ایران ولسمشر او دپآکتسان لومړی وزیر په اعلامیې کې همداراز دسیمې سولې اوثبات دټینګیدا لپاره د یوه خپلواکه ،باثباته اوکرار افغانستان درامینځةکیدا ضرورت ته په اشارې سره ، په افغانستان کې د درستو لورو ترمینځ دسولې دخبرواترو ترسره کیدا ضروی چاره بلل شوې او دسیمې له هیوادونو اونړیوالې ټولنې غوښتل شوی ،څو دغه هیواد ته دسولې په بشپړستنیدا او دشخړو د ختمولو په خاطر دې له یوه بل سره ملګرتیا وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2019 03:01 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان پولې باید دسولې اودوستۍ پولې شی

داسلامی ایران ولسمشر او دپآکتسان لومړی وزیر په اعلامیې کې همداراز دسیمې سولې اوثبات دټینګیدا لپاره د یوه خپلواکه ،باثباته اوکرار افغانستان درامینځةکیدا ضرورت ته په اشارې سره ، په افغانستان کې د درستو لورو ترمینځ دسولې دخبرواترو ترسره کیدا ضروی چاره بلل شوې او دسیمې له هیوادونو اونړیوالې ټولنې غوښتل شوی ،څو دغه هیواد ته دسولې په بشپړستنیدا او دشخړو د ختمولو په خاطر دې له یوه بل سره ملګرتیا وکړی .

 زمونږ خبریال راپور راکړ دایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر حسن روحانی او دپاکستان   لومړی وزیر عمران خان  بیګا په تهران کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه   چې په هغې په دې خبرې په ټینګار سره چې  د دواړو هیوادونو پولې باید د سولې اودوستۍ پولې شی ،  د ترهه ګرۍ په څیر  له ګواښونو سره دمقابلې لپاره  ملګرتیا اوغږملتیا ضروری چاره بلل شوې ده .

 په دغې اعلامیې کې  دتهران له خوا د  جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  د مادو بشبړ اجرا ته په پام سره  د نورو هیوادونو له خوا  ددغې نړیوالې ایټمی موافقې   د زر ترزره  داجرا په ضرورت  په ټینګار سره ،  ئې  خپل اړونده وزارتونه پابند کړی ،څو  له ټولو ظرفیّتونو  څخه په استفادې سره  دې د تجارتی اوا قتصادی  فعالیتونو دلازیات فعالولو لپاره   لازیات  اقدامات وکړی .

 حسن روحانی اوعمران خان  په بیلابیلو زمینو کې  د ایران اوپاکستان  دملګرتیاؤ په پراختیا په ټینګار سره  وئیلی دی،ملی حاکمیّت ته دمتقابل احترا او دمځکنۍ بشپړتیا د ساتلو او دملی ګټو داصولو په اساس د دوو اړخیزو  مناسباتو اواړیکو  پیاوړتیا اوژورتیا  ضروری ده .

 داسلامی ایران ولسمشر اودپآکتسان لومړی وزیرهمدرازا دسیمې سولې اوثبات  دټینګیدا لپاره د یوه خپلواکه ،باثباته اوکرار افغانستان   درامینځةکیدا  ضرورت ته په اشارې سره،په افغانستان کې ددرستو لورو ترمینځ دسولې دخبرواترو ترسره کیدا ضروی چاره بلل شوې  او دسیمې له هیوادونو اونړیوالې ټولنې غوښتل شوی،څودغه هیواد ته دسولې په بشپړستنیدا او دشخړو دختمولو په خاطر دې له یوه بل سره ملګرتیا وکړی .

 ډاکټر حسن روحانی او عمران خان دملګروملتو دامنیت شورا د پریکړه لیک په اساس  او د جمو اوکشمیردخلکوپه غوښتنې دمشتملوسوله ایزو لارو او دخبرواترو له لارې  ددغې سیمې د موضوع دحل په ضرورت هم ټینګار وکړ .

 داسلامی ایران ولسمشر او دپاکستان لومړی وزیرهمدرااز دفلسطین موضوع ته په اشارې سره  وئیلی دی،دخپلو حقوقو دپوره کیدا په تیره بیا   دفلسطین دخپلواکه  حاکمیّت او حکومت د جوړولو لپاره دفلسطین د خلکو حق داسلامی هیوادونو یوه اصلی غوښتنه ده .