پاکستان دهند څرګندونو ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81691-پاکستان_دهند_څرګندونو_ته_غبرګون_وښود
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې (۱) بیانیې کښې داسلام اباد پرضد د هند د لومړی وزیر ناریندرا مودی له ګواښ څخه ډکې او اټومی څرګندونې غیر مسولانه وبللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2019 09:25 Asia/Kabul
  • د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي په تیرې شنبې ورځ په نوي ډیلي کښې په انتخاباتي غونډې کښې اسلام اباد ته د اټومي حملې ګواښ ورکړ .
    د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي په تیرې شنبې ورځ په نوي ډیلي کښې په انتخاباتي غونډې کښې اسلام اباد ته د اټومي حملې ګواښ ورکړ .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې (۱) بیانیې کښې داسلام اباد پرضد د هند د لومړی وزیر ناریندرا مودی له ګواښ څخه ډکې او اټومی څرګندونې غیر مسولانه وبللې .

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د هندوستان د لومړی وزیر ناریندرا مودی څرګندونو ته په غبرګون کښې چې ویلی یې وو نوی ډیلی د پاکستان له اټومی ګواښ څخه نه ویریږی وویل د خبرو اترو له سره پیلیدل او د دوه اړخیزه اعتماد پیاوړتیا دټولې سیمې او د دواړو هیوادونو په ګټه ده .

د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی په تیرې شنبې ورځ په نوی ډیلی کښې په انتخاباتی غونډې کښې اسلام اباد ته د اټومی حملې ګواښ ورکړ او ویې ویل هند اټومی بمونو مور لری .