په پاکستان کې دګوځڼ په ضد واکسینشن یو ځل بیاوځنډید
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81796-په_پاکستان_کې_دګوځڼ_په_ضد_واکسینشن_یو_ځل_بیاوځنډید
افغانستان ،پاکستان او نیجریه په نړۍ کې یوازینی درې هیوادونه دی چې د ماشومانو د ګوځڼ ناروغۍ جرړې پکې وچې شوی نه دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 28, 2019 03:27 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې دګوځڼ په ضد واکسینشن یو ځل بیاوځنډید

افغانستان ،پاکستان او نیجریه په نړۍ کې یوازینی درې هیوادونه دی چې د ماشومانو د ګوځڼ ناروغۍ جرړې پکې وچې شوی نه دی .

فارس خبری آ ژانس له اسلام اباده راپورراکړ  دپاکستان حکومت پرون ناوخته اعلان کړی ،  په پیښور کې د وروستۍ ترهه ګرې پیښې له امله به  د ماشومانو ته دګوځن ناروغۍ  په ضد دواکسنو دقطرو د ورکولو پروګرام تر بلې اطلاع پورې  ځنډیدلی وی .

څه موده مخکې په خیبر پختونخواه صوبې کې یوشمیر ناروغو ماشومانو ته دغه قطرې ورکړل شوی وې چې له امله ئې په هغوکې ځینی مسموم شوی  ا و همداراز دا موضوع لامل شوه دسیمې خلک په پیښور کې  ددغه ښار یو روغتون ته اوور ورته کړی .

  همدرااز  په چمن او پیښور کې هم پر واکسن ورکونکو ډاکټرانوټیم باندې حملې شوی چې یوه میرمن نرس پکې وژل شوی وه .

له دې مخکې په کویټه،لاهوراود څو نورو ځایونو کېهم دواکسینشن ټیمونو په ضدترهه ګرې حملې شوی  چې دیوشمیر پولیسو اوډ اکټرانو  د مرګ ژوبلو لامل شوی .

 افغانستان ،پاکستان او نیجریه په نړۍ کې یوازینی درې هیوادونه دی چې د ماشومانو د ګوځڼ ناروغۍ جرړې پکې وچې شوی نه دی .