په پاکستان کې دګوځڼ په ضد واکسینشن یو ځل بیاوځنډید
افغانستان ،پاکستان او نیجریه په نړۍ کې یوازینی درې هیوادونه دی چې د ماشومانو د ګوځڼ ناروغۍ جرړې پکې وچې شوی نه دی .
فارس خبری آ ژانس له اسلام اباده راپورراکړ دپاکستان حکومت پرون ناوخته اعلان کړی ، په پیښور کې د وروستۍ ترهه ګرې پیښې له امله به د ماشومانو ته دګوځن ناروغۍ په ضد دواکسنو دقطرو د ورکولو پروګرام تر بلې اطلاع پورې ځنډیدلی وی .
څه موده مخکې په خیبر پختونخواه صوبې کې یوشمیر ناروغو ماشومانو ته دغه قطرې ورکړل شوی وې چې له امله ئې په هغوکې ځینی مسموم شوی ا و همداراز دا موضوع لامل شوه دسیمې خلک په پیښور کې ددغه ښار یو روغتون ته اوور ورته کړی .
همدرااز په چمن او پیښور کې هم پر واکسن ورکونکو ډاکټرانوټیم باندې حملې شوی چې یوه میرمن نرس پکې وژل شوی وه .
له دې مخکې په کویټه،لاهوراود څو نورو ځایونو کېهم دواکسینشن ټیمونو په ضدترهه ګرې حملې شوی چې دیوشمیر پولیسو اوډ اکټرانو د مرګ ژوبلو لامل شوی .
افغانستان ،پاکستان او نیجریه په نړۍ کې یوازینی درې هیوادونه دی چې د ماشومانو د ګوځڼ ناروغۍ جرړې پکې وچې شوی نه دی .