پاکستان دې له ایران سره په تجارت کې ډالر حذف کړی
د پاکستان دسیاسی چارو کارپیژاند جاوید حسین د ډالرحذفول له اسلامی ایران سره د تجارت له زیاتیدا سره دمرستې لپاره اغیز شیندونکی روده بللې ده .په دغو دستورو کې دپاکستان دپنجاب پوهنتون استاد امجدعباس مګسی هم ووئیل،د دوواړخیزو اړیکو پیاوړتیا دهر دواړو هیوادونو یعنی د پاکستان او ایران او هم دسیمې په ګټه ده .
ایرناخبری آژانس راپورورکړی،دپاکستان په لاهور کې دایران اوپاکستان داړیکو راتلونکی او دسیاسی ،امنیتی اواقتصادی چیلنجونه نومې سمینار ترسره شوی،او ویناوالو پکې دایران او پاکستان داړیکو پراختیا،د چین اوهندوستان پشمول د سیمېدهیوادونو په ګټه بللې ده .
په دغې غونډې کې په ایران کې د پاکستان پخوانی سفیرجاوید حسین پخپلې وینا کې وئیلی دی،اوس وخت رارسیدلی چې ایران او پاکستان داړیکو د ژورتیا لپاره باید اغیزشیندونکی ګامونه پورته کړی.هغه زیاته کړې ،دامریکا بندیزونه له مخکې څخه د ایران او پآکستان ترمینځ د تجارت مشترکو فعالیتونو دپراختیاخنډ شوی دی،پردې اساس دواړه هیوادونه باید د ډالر په حذفولو سره،د تجارت په لاره کې اغیز شیندونکی ګامونه پورته کړی .
دپاکستان د رسندوئی څیړنو او د نړیوالو اړیکو پوهنځی دبهرنیو چارو د برخې مشرمحمد مهدیهم وئیلی ، ایران دپاکستان دانرژۍ د اړتیاؤ د تامینولو جوګه دی او په مقابل کې پاکستان هم ایران ته ددرملو،خوراکی موادو ا و ټوکرو د صادراتو لپاره ښه ظرفیّت لری .
د پاکستان دسیاسی چارو دغه کارپیژاند جاوید حسین دډالرحذفول له اسلامی ایران سره د تجارت له زیاتیدا سره دمرستې لپاره اغیز شیندونکی روده بللې ده.په دغو دستورو کې د پاکستان دپنجاب پوهنتون استاد امجد عباس مګسی هم ووئیل،د دوواړخیزو اړیکو پیاوړتیا د هر دواړو هیوادونو یعنی د پاکستان او ایران او هم دسیمې په ګټه ده .