دافغانستان او پاکستان دلوړپوړو چارواکو دخبرواترو اوه م پړاؤ پیل شوی
دپاکستان او افغانستان خبرې اترې دلومړی ځل لپاره د۲۰۱۵کال په اکتوبر میاشت کې د :له پولو ورآخوا: په نامې سره په اسلام اباد او کابل کې ترسره شوی او ټاکل شوې چې د خبرواترو اتم پړاؤ هم بیا د جون میاشت په وروستیو کې دافغانستان په کابل کې ترسره شی .
ایرنا خبری آژانس دپاکستان دخبری سرچینو له قوله راپورو رکړی ،دافغانستان لس کسیز مرکچی ټیم په پاکستان کې ددغه هیواد دپخوانی سفیر عمر زاخیلوال په مشرۍ په اسلام اباد کې د کابل او اسلام اباد دچارواکو دخبرواترو په اوه م پړاؤ کې ګډون کوی . دغه غونډه نن پیل شوې او سبا به هم دوام ولری .
په دغې دوه ورځنۍ ناستې کې د افغانستان اوپاکستان خارجه وزیران او لوړپوړی چارواکی هم شتون لری .
هغه خورامهمې موضوعګانې چېټاکل شوې ده،په دغو دوو ورځینو خبروکې مطرح شی،په افغانستان کې دسولې دبهیر په وړاندې چیلنجونه او له هغو سره دمقابلې دحل لارو ارزول دی .
دپاکستان او افغانستان خبرې اترې دلومړی ځل لپاره د۲۰۱۵کال په اکتوبر میاشت کې د :له پولو ورآخوا: په نامې سره په اسلام اباد او کابل کې ترسره شوی او ټاکل شوې چې د خبرواترو اتم پړاؤ هم بیا د جون میاشت په وروستیو کې دافغانستان په کابل کې ترسره شی .
دغه غونډه په داسې حال کې جوړیږی،چې په کابل کې نن له طالبانو ډلې سره دسولې دخبرواترو په بهیرکې د حکومت دسیاستونو د چوکاټ دجوړولو لپاره د افغان ولس د بیلابیلو پرګنو څه دپاسه درې زره کسانو په شتون سره دسولې مشورتی لویه جرګه پیل شوې او تر سبا پورې به دوام ولری .