اقتصادی پروژه له امریکا سره دمقابلې لپاره مهمه ده
-
ایران په سي پیک پروژې کښې ګډون کولو ته تیار دی .
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان دبشری حقوقو وزیرې میرمن شیرین مزاری د چین او دپاکستان د ګډ اقتصادی کوریډور د پلان(China–Pakistan Economic Corridor) له ظرفیتونو استفاده د سیمې دهیوادونو پرضد د امریکا له یواړخیز بایکاټونو سره د مقابلې لاره وبلله .
هغې په تیرې سه شنبې ورځ په اسلام اباد کښې د اقتصادی بلاک د طلایی کړۍ (Economic Bloc of Golden Ring Countries for Regional Peace and Economic Security) په نوم سیمینار کښې د چین او دپاکستان د اقتصادی کوریډور د پروژې په مهم بللو سره وویل دغه پروژه باید د یوې (۱) قدرتمنې ټولنې په توګه په نظر کښې ونیول شی ځکه چې د سیمې هیوادونه د پراختیا او هوساینې په لور بیایی .
دپاکستان دبشری حقوقو وزیرې میرمن شیرین مزاری په دغه سیمنیار کښې چې ایران ، روسیه ، چین او پاکستان پکښې شامل وو وویل ددغه پروژې په اجرا سره په سیمه کښې د ثبات او د سولې د ټینګیدا او د هیوادونو ترمینځ د غږملتیا درامینځته کیدا فرصتونه رامینځته کیږی .
هغې وویل دایران پرضد دامریکا بندیزونه هیڅ قانونی بنسټ نلری .
له دې مخکې په پاکستان کښې د ایران سفیر مهدی هنر دوست هم په دې خبرې ټینګار سره چې تهران د چین او دپاکستان داقتصادی کوریډور پروژه د سیمې دهیوادونو د پراختیا او هوساینې لپاره مهمه ګڼی ویلی وو ایران په دغه پروژې کښې ګډون کولو ته تیار دی .