په کشمیری برخې کې دهندانتخابات بیاله عمومی کاربندیزسره مخامخ شوی
دهندوستان پارلیمانی انتخابات د اپریل په یولسمه نیټه پیل شوی او په اوو مرحلو کې ترسره کیږی او نتیجې به ئې هم د مئ تر ۲۳نیټې پورې اعلان شی . ددغو انتخاباتو اصلی سیال لوری واکمن بی جې پی او کانګرس ګوندونه دی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ،د هند ترکنټرول لاندې دکشمیرخلکو د ندوستان دپارلمانی انتخاباتو دپنځمې مرحلې له پیلیدا سره په یووخت دنوی ډیلی د واکوالانو په ځپونکو سیاستونو په اعتراض کې بیا عمومی کاربندیز کړی او وئیل کیږی،په کشمیری برخې کې درست فعالیتونه په ټپه دریدلی دی او درست حکومتی،تجارتی،تعلیمی مرکزونه او دپیرپلور دکانونه تړل شوی دی .
د کشمیر دحریّت کنفرانسیوه مشر سیدعلی ګیلانی پرون ددغې سیمې له خلکو غوښتی وو،دهندی چارواکو په سرزورو سیاستونو په اعتراض کې دې عمومی کاربندیز وکړی او په ټول ټاکنو کې دې ګډون نه کوی .
دکشمیر ډیری خلکو دانتخاباتو مخکې مرحلې هم بایکاټ کړې وې اوپکې ئې ګډون نه ؤ کړی .