دپاکستان خلکو پرلتې ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82035-دپاکستان_خلکو_پرلتې_ته_دوام_ورکړی
زمونږخبریال وایی په پاکستان کښې د جاسوسۍ ادارو لخوا د کسانو په نیول کیدا اعتراض کښې په کراچۍ ښار کښې د ولسمشر عارف علوی د کور مخ ته د بې درکه کسانو(missing persons) د خپلوانو پرلتې دوام لری کومه چې داپریل دمیاشتې په اتویشتمه(۲۸) نیټه پیل شوی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2019 01:49 Asia/Kabul
  • پولیسو او استخباراتي ادارو په پرلتې کښې دګډون کونکو پرضد سخت اقدامات پیل کړي .
    پولیسو او استخباراتي ادارو په پرلتې کښې دګډون کونکو پرضد سخت اقدامات پیل کړي .

زمونږخبریال وایی په پاکستان کښې د جاسوسۍ ادارو لخوا د کسانو په نیول کیدا اعتراض کښې په کراچۍ ښار کښې د ولسمشر عارف علوی د کور مخ ته د بې درکه کسانو(missing persons) د خپلوانو پرلتې دوام لری کومه چې داپریل دمیاشتې په اتویشتمه(۲۸) نیټه پیل شوی ده .

دپاکستان دکراچۍ ښار پولیسو د بې درکه کسانو خپلوان چې په پرلتې وهلو کښې یې ګډون کړی دی نیولی دی او نامعلوم ځاې ته یې انتقال کړی دی .

دپاکستان حکومت دغه راز د پرلتې د منظمونکو کسانو پرضد یوه (۱) دوسیه هم جوړه کړی ده.

په پاکستان کښې دبې درکه شویو کسانو د خپلوانو کمیټۍ مشر راشد رضوی وویل پولیسو او استخباراتی ادارو په پرلتې کښې دګډون کونکو پرضد سخت اقدامات پیل کړی د یوه(۱) منظمونکی حسن رضا په شمول یې په  لسګونو کسان نیولی دی .

راشد رضوی وویل چې مونږ به له نیول کیدا ونه ویریږو او خپلې پرلتې ته به تر هغه وخت چې بې درکه کسان خوشی نه وی شوی دوام ورکړو .

دپاکستان جاسوسۍ ادارو له تیرو څو کلونو څخه د خلکو تښتولو او په ځینو موردونو کښې وژلو ته دوام ورکړی چې دغه چاره د خلکو د سختې غوسې او خپګان سبب شوی ده .