پاکستان دتهران په ضد دامریکاد پوځی شخړوملاتړی نه کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82040-پاکستان_دتهران_په_ضد_دامریکاد_پوځی_شخړوملاتړی_نه_کیږی
د پاکستان د مشرانو جرګې غړی سید مشاهد حسین مذهبی ،تاریخی ، کلتوری مشترکات دایران او پاکستان د ورورګلویزو اړیکو پیاوړی ریښې وبللې او زیاته ئې کړه ، تهران او اسلام اباد داسې کومه موضوع نه لری ، چې پرې ا ختلاف لری او په مینځ کې هیڅ شخړه هم نه لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 09, 2019 09:30 Asia/Kabul
  • پاکستان دتهران په ضد دامریکاد پوځی شخړوملاتړی نه کیږی

د پاکستان د مشرانو جرګې غړی سید مشاهد حسین مذهبی ،تاریخی ، کلتوری مشترکات دایران او پاکستان د ورورګلویزو اړیکو پیاوړی ریښې وبللې او زیاته ئې کړه ، تهران او اسلام اباد داسې کومه موضوع نه لری ، چې پرې ا ختلاف لری او په مینځ کې هیڅ شخړه هم نه لری .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  د  پاکستان د کشتۍ چلونې دچارو وزیر سیدعلی حیدر زیدی   په اسلام اباد کې د  ایران او پاکستان داړیکو او دراتلونکی لرلید او چیلنجونو نومې  سیمنار کې  دایران په وړاندې د امریکا دیرغلیز سیاست  پشمول په سیمې کې  دلویدیځی قدرتونو  له کړچار سره  په مخالفت  سره ټینګار کړی ،اسلام اباد باید  دخپلو ملی ګټو په فکر کې شی  او له ایران سره دتجارت پر پیاوړتیا سربیره،پاکستان ته د ایران  له ګیسو  د پایپ لاین د اجرا لپاره اغیزشیندونکو لارو چارو پسې دی .

د پاکستان د مشرانو جرګې غړی سید مشاهد حسین  هم  مذهبی ،تاریخی ، کلتوری مشترکات  دایران او پاکستان  د ورورګلویزو اړیکو پیاوړی ریښې وبللې  او زیاته ئې کړه ،  تهران او اسلام اباد   داسې کومه موضوع نه لری ، چې پرې ا ختلاف لری  او  په مینځ کې هیڅ شخړه هم نه لری .

راپور ښئ  په دغه سیمنار کې د پاکستان یو شمیر لوړپوړو سیاستوالانو هم ویناوې کړی ، پاکستانیان  هیڅکله هم  په سیمې کې  په تیره بیا دخپل ګاونډی ایران په ضد پوځی شخړه نه غواړی .   

دغه سیمنار چې  د  اسلام اباد مطالعاتو پوهنځی (ائی پی آئی )  له خوا ترسره شوی ، یوه پایزه اعلامیه هم خپره کړه .