پاکستان له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا غواړي
د تجارت او صنعت په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د اقتصاد او سوداګرۍ په شمول مختلفو برخو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
د تجارت او صنعت په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د اقتصاد او سوداګرۍ په شمول مختلفو برخو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې عبدالرزاق داود نن په اسلام آباد کښې د ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ ډلې د غړو په کتنه کښې زیاته کړه: پاکستان د ایران خلاف د امریکې له یواړخیزو بندیزونو سره سره، د ایران له اسلامي جمهوریت سره د سوداګري اړیکو له مخکې نه د زیاتې پياوړتیا په لټه کښې دی.
هغه د پاکستان د وزیراعظم عمران خان سره یوځاې ایران ته د خپل وروستي سفر او د ایران د صنعت او تجارت له وزیر سره د کتنې په یادولو سره وویل: ایران او پاکستان په ۲۰۰۶ کال کښې د ترجیحي تجارت تړون لاسلیک کړی چې باید اجرايي شي.
په دغه کتنه کښې د ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر احمد امیرآبادي فراهاني هم د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو له مخ په ودې بهیره د ډاډ په څرګندولو سره ټینګار وکړ: تهران تل په ټولو زمینو کښې له اسلام آباد سره د اړیکو ژورولو ته چمتو دی.