د پاکستان لومړی وزیر افغانستان ته ورځی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83698-د_پاکستان_لومړی_وزیر_افغانستان_ته_ورځی
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان نیشن ورځپاڼې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره کابل ته د لومړی وزیر عمران خان د سفر خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2019 08:18 Asia/Kabul
  •  په افغانستان کښې سوله د سیمې د ثبات لپاره ډیر اهمیت لري .
    په افغانستان کښې سوله د سیمې د ثبات لپاره ډیر اهمیت لري .

تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان نیشن ورځپاڼې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره کابل ته د لومړی وزیر عمران خان د سفر خبر ورکړ .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ډاډ ورکړ دافغانستان دسولې په بهیر کښې لا مثبت رول ولوبوی او همدا اوس اسلام اباد چمتو دی په افغانستان کښې د سولې د ټینګیدا کښې هر کار ترسره کړی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل په افغانستان کښې سوله د سیمې د ثبات لپاره ډیر اهمیت لری .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان څه موده مخکې ویلی وو د افغانستان له حکومت سره د طالبانو دنیغ په نیغه خبرو زمینه یې برابره کړی ده او هڅه به وکړی د طالبانو په رضایت سره په افغانستان کښې د ولسمشرۍ انتخابات دخلکو او د طالبانو په پراخ ګډون  سره ترسره شی .