پاکستان په کشمیر کښې دهند اقدام وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83876-پاکستان_په_کشمیر_کښې_دهند_اقدام_وغاند
ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون په کشمیر سیمه کښې د هند وروستیواقداماتو ته د ملګرو ملتونو د ورګډیدا غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2019 01:36 Asia/Kabul
  • د پاکستان خلکو پرون په مظاهرو سره د هند ترکنټرو لاندې د کشمیر د خلکو پرضد د نوي ډیلي د حکومت محدودیتونه وغندل  .
    د پاکستان خلکو پرون په مظاهرو سره د هند ترکنټرو لاندې د کشمیر د خلکو پرضد د نوي ډیلي د حکومت محدودیتونه وغندل .

ایرنا خبری اژانس وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون په کشمیر سیمه کښې د هند وروستیواقداماتو ته د ملګرو ملتونو د ورګډیدا غوښتنه وکړه .

هغه په دې خبرې سره چې زه نیت لرم په کشمیر سیمه کښې دهندوستان دوروستیو اقداماتو په هکله د ملګروملتونو امنیت شورا او د هیګ نړیوالې محکمې ته شکایت وکړم  د نړۍ په مشرانو غږ وکړ دنوی ډیلی لخوا د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې د ځانګړیو اختیاراتو د لغوه کیدا خنډ شی .

د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر سیمې دځانګړیو امتیازاتو د لغوه کولو لپاره د نوی ډیلی د حکومت له فیصلې وروسته د پاکستان او د هندوستان ترمینځ سیاسی تاوتریخوالی زیات شول او د اسلام اباد حکومت د هند دغه کار وغاند .

د پاکستان خلکو پرون په مظاهرو سره د هند ترکنټرول لاندې د کشمیر د خلکو پرضد د نوی ډیلی د حکومت محدودیتونه وغندل  او دهندوستان پرضد یې شعارونه هم ورکړل او د کشمیریانو د حقوقو په احقا ق یې ټینګار هم وکړ .