پاکستان دملګروملتونو ددریځ هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83935-پاکستان_دملګروملتونو_ددریځ_هرکلی_وکړ
زمونږخبریال وایی د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې میرمن فردوس عاشق اعوان وویل اسلام اباد دکشمیر سیمې د راتلونکی په هکله د ملګروملتونو ددریځ ملاتړ کوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2019 01:02 Asia/Kabul
  • د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې  پرون په لسګونو زرو خلکو د نوي ډيلي د حکومت پرضد ستر لاریونونه او مظاهرې وکړې .
    د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې پرون په لسګونو زرو خلکو د نوي ډيلي د حکومت پرضد ستر لاریونونه او مظاهرې وکړې .

زمونږخبریال وایی د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې میرمن فردوس عاشق اعوان وویل اسلام اباد دکشمیر سیمې د راتلونکی په هکله د ملګروملتونو ددریځ ملاتړ کوی.

هغې وویل د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې دنوی ډیلی د اقداماتو په هکله د ملګروملتونو دمشر انتونیو ګوترش دریځ د کشمیر خلکو ته د برخلیک دټاکلو د حق له ورکولو څخه د ملاتړ په هکله د پاکستان په  اصولی دریځ د نړیوالې ټولنې او د ملګروملتو د اعتماد نښه ده .

د پاکستان داطلاعاتو وزیرې میرمن فردوس عاشق اعوان وویل د ملګروملتونو او دنورو نړیوالو ادارو لخوا دنړیوالې لانجمنې سیمې په توګه د کشمیر سیمې منل او په جمو او کشمیر کښې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ د بندولو او د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو پراساس دکشمیر د مسلې په حل کیدا ددغو ادارو ټینګار په نړیوالو ټولنو کښې دپاکستان لپاره ستر بریالیتوب دی .

د هندوستان حکومت په تیرې دوشنبې ورځ د خپل تر کنټرول  لاندې دکشمیر سیمې ځانګړی اختیارات لغوه کړل .

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې  پرون په لسګونو زرو خلکو د نوی ډیلی د حکومت پرضد ستر لاریونونه او مظاهرې وکړې او د حکومت اقدامات یې په کلکه وغندله .