پاکستان دملګروملتونو ددریځ هرکلی وکړ
-
د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې پرون په لسګونو زرو خلکو د نوي ډيلي د حکومت پرضد ستر لاریونونه او مظاهرې وکړې .
زمونږخبریال وایی د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې میرمن فردوس عاشق اعوان وویل اسلام اباد دکشمیر سیمې د راتلونکی په هکله د ملګروملتونو ددریځ ملاتړ کوی.
هغې وویل د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې دنوی ډیلی د اقداماتو په هکله د ملګروملتونو دمشر انتونیو ګوترش دریځ د کشمیر خلکو ته د برخلیک دټاکلو د حق له ورکولو څخه د ملاتړ په هکله د پاکستان په اصولی دریځ د نړیوالې ټولنې او د ملګروملتو د اعتماد نښه ده .
د پاکستان داطلاعاتو وزیرې میرمن فردوس عاشق اعوان وویل د ملګروملتونو او دنورو نړیوالو ادارو لخوا دنړیوالې لانجمنې سیمې په توګه د کشمیر سیمې منل او په جمو او کشمیر کښې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ د بندولو او د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو پراساس دکشمیر د مسلې په حل کیدا ددغو ادارو ټینګار په نړیوالو ټولنو کښې دپاکستان لپاره ستر بریالیتوب دی .
د هندوستان حکومت په تیرې دوشنبې ورځ د خپل تر کنټرول لاندې دکشمیر سیمې ځانګړی اختیارات لغوه کړل .
د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې پرون په لسګونو زرو خلکو د نوی ډیلی د حکومت پرضد ستر لاریونونه او مظاهرې وکړې او د حکومت اقدامات یې په کلکه وغندله .