قطر کښې ۵۳ پاکستانیان آزاد شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83954-قطر_کښې_۵۳_پاکستانیان_آزاد_شول
قطر د پاکستان د وزیراعظم په غوښتنه هغه ۵۳ پاکستانیان چې د دوحې په جیل کښې پراته وو، آزاد کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 11, 2019 02:58 Asia/Kabul
  • قطر کښې ۵۳ پاکستانیان آزاد شول

قطر د پاکستان د وزیراعظم په غوښتنه هغه ۵۳ پاکستانیان چې د دوحې په جیل کښې پراته وو، آزاد کړل.

عمران خان څو ورځې مخکښې د امریکې له سفره د ستنیدو پر مهال په دوحه کښې د قطر له امیر سره کتلې وو او ورڅخه یې د پاکستاني بندیانو د آزادولو په لړ کښې مرسته غوښتې وه.

یاده دې وي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تیر کال ویلې وو چې ۱۱ زره او ۸ سوه پاکستانیان د مختلفو جرمونو په تور د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کښې زنداني دي.

خبر زیاتوي چې له هیواده بهر د قیدي پاکستانیانو ترټولو زیات شمیر په عربستان کښې دی چې نزدې دریو زرو کسانو ته رسیږي.